١المر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ ۗ وَالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
۱الف، لام، ميم، را، دا د كتاب ایتونه دي او هغه (كتاب) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى او لېكن زیاتره خلق ایمان نه راوړي
٢اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ۖ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۚ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ
۲الله هغه ذات دى چې اسمانونه يې پورته كړي دي، بې له ستنو، چې تاسو هغه وینئ، بیا يې په عرش باندې برقرار شو، او ده لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى، هغه، د هر كار تدبیر كوي، دلیلونه ښه په تفصیل سره بیانوي، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب په ملاقات یقین وكړئ
٣وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا ۖ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ ۖ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
۳او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه او نهرونه جوړ كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره لازمًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي
٤وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَىٰ بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَىٰ بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
۴او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوه بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي۔ او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې د عقل نه كار اخلي
٥وَإِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
۵او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې (وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي
٦وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلَاتُ ۗ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِلنَّاسِ عَلَىٰ ظُلْمِهِمْ ۖ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ
۶او دوى له تا نه د نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى
٧وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ ۗ إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرٌ ۖ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ
۷او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه نه ده نازله كړى شوې؟ یقینًا همدا خبره ده چې ته وېروونكى يې او د هر قوم لپاره یو لار ښودونكى دى
٨اللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنْثَىٰ وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ۖ وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ
۸الله پوهېږي په هغه څه چې هره ښځه يې (په خپله خېټه كې) اوچتوي او په هغه څه چې رحمونه يې كموي او په هغه څه چې زیاتوي يې او هر شى له هغه سره په اندازې سره دى
٩عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ
۹د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى
١٠سَوَاءٌ مِنْكُمْ مَنْ أَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَنْ جَهَرَ بِهِ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِاللَّيْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ
۱۰یو شان دي، په تاسو كې چې څوك خبره پټوي او څوك چې يې څرګندوي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى
١١لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ
۱۱د ده لپاره له مخې نه او د ده له شا نه نوبت په نوبت یو د بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي۔، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله په یو قوم د بدۍ اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته
١٢هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ
۱۲دى همغه ذات دى چې تاسو ته برېښنا د وېرولو او طمع دركولو لپاره درښیي او درنې ورېځې پیدا كوي
١٣وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ
۱۳او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى
١٤لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ ۖ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُمْ بِشَيْءٍ إِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ ۚ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ
۱۴خاص د هغه لپاره حق بلل دي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه نه پرته بلي؛ هغه د دوى هېڅ دعا نشي قبلولى مګر په شان د هغه كس چې اوبو ته خپل دواړه ورغوي غځونكى وي، د دې لپاره چې هغه د ده خولې ته راورسي، حال دا چې دغه (اوبه خولې د) ده ته رسېدونكې نه دي او د كافرانو دعا نه ده مګر بېخي په تاوان كې ده
١٥وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ۩
۱۵او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه
١٦قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ ۗ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ ۚ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ
۱۶ته (دوى ته) ووایه: د اسمانونو او ځمكې رب څوك دى؟ ته ووایه: الله دى، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو له هغه نه غير نور كار سازان (دوستان) جوړ كړي دي چې د خپلو ځانونو لپاره نه د نفعې اختیار لري او نه د ضرر (لرې كولو) ته ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا۔، یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى
١٧أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا ۚ وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ ۚ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً ۖ وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ
۱۷هغه له بره نه اوبه نازلې كړې، نو خوړونه په خپلې اندازې سره وبهېدل، نو سیلاب اوچت شوى ځګ راپورته كړ او له هغو څیزونو نه هم چې دوى پرې په اور كې د ګاڼې، یا سامان جوړولو لپاره بلول كوي، د دې په مثل ځګ وي۔، همدارنګه الله (مثال د) حق او باطل بیانوي، نو هر چې ځګ دى، نو هغه بې كاره لاړ شي او هر چې هغه څیز دى چې خلقو ته فايده رسوي، نو هغه په ځمكه كې پاتې كېږي، همدارنګه الله مثالونه بیانوي
١٨لِلَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَالَّذِينَ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُ لَوْ أَنَّ لَهُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ سُوءُ الْحِسَابِ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمِهَادُ
۱۸هم د هغو كسانو لپاره نېكه بدله ده چې د خپل رب حكم يې قبول كړى دى او هغه كسان چې د هغه حكم يې نه دى قبول كړى كه له دوى سره په رښتیا هر هغه څه وي چې په ځمكه كې دي ټول او د ده په مثل نور هم له ده سره وي (، نو) خامخا به دوى هغه په فدیه كې وركړي، دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد حساب دى او د دوى استوګنځاى جهنم دى او هغه بد ارام ځاى دى
١٩أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ
۱۹ایا نو هغه څوك چې په دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي
٢٠الَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَلَا يَنْقُضُونَ الْمِيثَاقَ
۲۰هغه كسان چې د الله وعده پوره كوي او پخه وعده نه ماتوي
٢١وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ
۲۱او هغه كسان چې هغه څه وصل كوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او له خپل رب څخه وېرېږي او له بد حساب نه وېره كوي
٢٢وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ
۲۲او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى او لمونځ يې قايم كړى دى او له هغه څه نه يې چې مونږ ورته وركړي دي؛ په پټه او ښكاره انفاق كړى دى او هغوى په نېكۍ سره بدي دفع كوي دغه كسان چې دي د دوى لپاره د اخرت ښه انجام دى
٢٣جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِمْ مِنْ كُلِّ بَابٍ
۲۳چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى هم چې صالح وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه۔ او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي
٢٤سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ ۚ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ
۲۴(او وايي به) ستاسو د صبر كولو په سبب دې پر تاسو باندې سلام وي، نو (دا) د اخرت ښه انجام دى
٢٥وَالَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۙ أُولَٰئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ
۲۵او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته۔ او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان چې دي د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده
٢٦اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ
۲۶الله روزي فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې (چا ته چې يې وغواړي) او دوى په دنيايي ژوند خوشحاله شوي دي او دنيايي ژوند د اخرت په مقابله كې نه دى مګر لږه متاع (سامان)
٢٧وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ ۗ قُلْ إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ
۲۷او وايي هغه كسان چې كفر يې كړى دى: په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه (معجزه) ولې نه ده نازله كړى شوې؟ ته (ورته) ووایه: بېشكه الله چې چا ته وغواړي ګمراه كوي يې او خپل طرف ته هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع وكړي
٢٨الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ
۲۸هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! د الله په ذكر سره زړونه مطمئن كېږي
٢٩الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَىٰ لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ
۲۹هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره ښه حال دى او ښه استوګنځاى دى
٣٠كَذَٰلِكَ أَرْسَلْنَاكَ فِي أُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَا أُمَمٌ لِتَتْلُوَ عَلَيْهِمُ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَٰنِ ۚ قُلْ هُوَ رَبِّي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ
۳۰همدارنګه ته مونږ په داسې امت كې لېږلى يې چې یقینًا له هغه نه مخكې ډېر امتونه تېر شوي دي، د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (قرآن) ولولې چې مونږ تا ته وحي كړى دى، په داسې حال كې چې دوى په رحمٰن سره كفر كوي، ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص په هم ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زما بېرته ورتله دي
٣١وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَىٰ ۗ بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا ۗ أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا ۗ وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُمْ بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ حَتَّىٰ يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ
۳۱او كه بېشكه قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستلى شي۔ (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و۔ او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي
٣٢وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ
۳۲او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟
٣٣أَفَمَنْ هُوَ قَائِمٌ عَلَىٰ كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۗ وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ قُلْ سَمُّوهُمْ ۚ أَمْ تُنَبِّئُونَهُ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي الْأَرْضِ أَمْ بِظَاهِرٍ مِنَ الْقَوْلِ ۗ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا عَنِ السَّبِيلِ ۗ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ
۳۳ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه عمل چې هغه كړى دى (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟) او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، ته (ورته) ووایه: تاسو د دوى نومونه (او صفتونه) ذكر كړئ، یا تاسو هغه (الله) ته د هغه څه خبر وركوئ چې هغه يې په ځمكه كې نه پېژنې، بلكې تاسو په ظاهره وينا سره (تش په خولې، بې دلیله دوى شریكان كوئ) بلكې كافران شويو كسانو ته خپل مكرونه (او دروغ) ښايسته كړى شوي دي او له سمې لارې نه بند كړى شوي دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته
٣٤لَهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَقُّ ۖ وَمَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ
۳۴شته دى د دوى لپاره عذاب په دنيايي ژوند كې او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى، او د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي
٣٥مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا ۚ تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَوْا ۖ وَعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ
۳۵د هغه جنت حال چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده (دا دى چې) د هغه له لاندې ولې بهېږي، د هغه مېوې همېشنۍ دي او د هغه سیورى هم، دغه (جنت) د هغو كسانو انجام (او د رجوع ځاى) دى چې پرهېزګاري كوي او د كافرانو انجام اور دى
٣٦وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ ۖ وَمِنَ الْأَحْزَابِ مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ ۚ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ بِهِ ۚ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ
۳۶او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له تا نه مخكې) كتاب وركړى دى، هغوى په هغه (كتاب، قرآن) باندې خوشحالېږي چې تا ته نازل كړى شوى دى، او (د اهل كتابو) په ډلو كې ځینې هغه دي چې د ده ځينې برخه نه مني، ته (دوى ته) ووایه: ما ته په دې سره حكم شوى دى چې زه د الله عبادت كوم او له هغه سره شریك ونه نیسم، خاص د هغه طرف ته بلنه كوم او خاص هم ده ته زما ورتله دي
٣٧وَكَذَٰلِكَ أَنْزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا ۚ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَمَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا وَاقٍ
۳۷او همداسې مونږ دا (قرآن) نازل كړى دى، په عربۍ ژبه حكم كوونكى او قسم دى كه ته د دوى د خواهشاتو پېروي وكړې وروسته له دې چې تا ته علم راغى (، نو) تا لپاره به د الله په مقابله كې نه هېڅ كارساز وي او نه بچ كوونكى
٣٨وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً ۚ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ
۳۸او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره۔، د هرې یوې مودې لپاره یو لیك دى
٣٩يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ ۖ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ
۳۹الله محوه كوي هغه چې اراده يې وكړي او ثابتوي يې او له هغه سره اصل د كتاب دى
٤٠وَإِنْ مَا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ
۴۰او كه لازمًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو په تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي
٤١أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ ۚ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
۴۱ایا دوى نه ګوري چې یقینًا مونږ ځمكې ته راځو چې د هغې له اطرافو نه يې كموو او الله حكم كوي، هیڅوك د هغه د حكم رد كوونكى نشته او هغه ډېر ژر حساب كوونكى دى
٤٢وَقَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ الْمَكْرُ جَمِيعًا ۖ يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ ۗ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ
۴۲او تحقیق هغو (كافرانو) مكر كړى و چې له دې (كافرانو) نه مخكې وو، نو خاص الله لره دي پټ تدبیرونه ټول، هغه پوهېږي په هغه څه چې هر نفس يې كوي، او كافران به ژر پوه شي چې د چا لپاره د اخرت ښه انجام دى
٤٣وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلًا ۚ قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ
۴۳او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغه سره د كتاب علم دى