١قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا
۱ته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحي شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده
٢يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ ۖ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا
۲چې نېغې لارې ته هدایت كوي، نو مونږ په ده ایمان راوړ، او مونږ به هیڅكله له خپل رب سره هیڅوك شریك نه كړو
٣وَأَنَّهُ تَعَالَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا
۳او بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد
٤وَأَنَّهُ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى اللَّهِ شَطَطًا
۴او بېشكه شان دا دى چې زمونږ ناپوهو (بېوقوفو) په الله باندې زیاتي (او بې حقیقته) خبرې اړولې
٥وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ تَقُولَ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا
۵او یقینًا مونږ دا خیال كاوه چې په الله باندې به انسانان او پېریان هیڅكله دروغ ونه وايي
٦وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا
۶او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه
٧وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا كَمَا ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا
۷او دا چې یقینًا دوى ګمان كړى و لكه چې تاسو ګمان كړى دى چې الله به هرګز هیڅوك بیا ژوندي راپورته نه كړي
٨وَأَنَّا لَمَسْنَا السَّمَاءَ فَوَجَدْنَاهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا
۸او دا چې بېشكه مونږ اسمان ته ورسېدو، نو مونږ هغه ومونده چې په ډېرو سختو څوكيدارانو او سوځوونكو شغلو (ستوریو) سره ډك كړى شوى دى
٩وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ۖ فَمَنْ يَسْتَمِعِ الْآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَصَدًا
۹او دا چې بېشكه مونږ به د اورېدلو لپاره له دې (اسمان) نه د كېناستو په ځایونو كې كېناستو، نو هغه څوك چې اوس غواړي چې واوري (نو) دى به د ځان لپاره د اور لمبه منتظره ومومي
١٠وَأَنَّا لَا نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَنْ فِي الْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا
۱۰او دا چې یقینًا مونږ نه پوهېږو چې له هغه چا سره د شر (او بدۍ) اراده شوې ده چې په ځمكه كې دي، یا له دوى سره د دوى رب د لارښوونې (او خیر) اراده كړې ده
١١وَأَنَّا مِنَّا الصَّالِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ كُنَّا طَرَائِقَ قِدَدًا
۱۱او دا چې بېشكه پر مونږ كې ځینې نېكان (او صالحه خلق) دي او پر مونږ كې له دغو نه لاندې هم شته۔، مونږ په مختلفو لارو روان یو
١٢وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ نُعْجِزَ اللَّهَ فِي الْأَرْضِ وَلَنْ نُعْجِزَهُ هَرَبًا
۱۲او دا چې بېشكه مونږ یقین وكړ چې مونږ به په ځمكه كې الله له سره عاجز نه كړى شو او مونږ به دى له سره په تېښتې سره عاجز نه كړى شو
١٣وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَىٰ آمَنَّا بِهِ ۖ فَمَنْ يُؤْمِنْ بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا
۱۳او دا چې بېشكه مونږ چې كله هدایت واورېده (، نو) مونږ په ده ایمان راوړ، نو هغه څوك چې په خپل رب ایمان راوړي، نو دى به نه له نقصان نه وېرېږي او نه (د چا) له ظلم نه
١٤وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ ۖ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولَٰئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا
۱۴او دا چې بېشكه په مونږ كې ځینې مسلمانان دي او ځینې په مونږ كې ظالمان دي، نو هغه چې اسلام راوړي، نو دغو خلقو د نېغې لارې قصد (او طلب) وكړ
١٥وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا
۱۵او هر چې ظالمان دي، نو دوى به د جهنم لرګي (خشاك) وي
١٦وَأَنْ لَوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُمْ مَاءً غَدَقًا
۱۶او (بله وحي ما ته دا راغلې ده چې) كه دوى په نېغې لارې باندې سم ودرېږي (نو) مونږ به په دوى ډېرې اوبه وڅښوو
١٧لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَمَنْ يُعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا
۱۷د دې لپاره چې مونږ دوى په دغه (نعمت) كې وازمایو او هغه څوك چې د خپل رب له ذكر (قرآن) نه مخ واړوي، نو هغه (رب) به دى سخت عذاب ته داخل كړي
١٨وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا
۱۸او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ
١٩وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا
۱۹او دا چې یقینًا شان دا دى چې كله د الله بنده (محمدﷺ لمانځه ته) ودرېده، چې دغه (الله) يې باله، (نو) دوى نژدې وو چې په ده باندې په یو بل پسې ورپرېوتونكي شي
٢٠قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا
۲۰ته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه خو يواځې خپل رب بولم او زه به له ده سره هیڅوك شریك نه كړم
٢١قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًا
۲۱ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه تاسو لپاره نه د هېڅ ضرر مالك (او اختیار من) یم او نه د خیر رسولو
٢٢قُلْ إِنِّي لَنْ يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدًا
۲۲ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه چې یم هیڅوك به ما له الله نه له سره خلاص نه كړى شي او زه به له ده نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومم
٢٣إِلَّا بَلَاغًا مِنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ ۚ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا
۲۳مګر د الله له جانبه د تبلیغ او د هغه د پېغام رسولو (اختیارمن یم) او هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي، نو بېشكه د ده لپاره د جهنم اور دى، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي
٢٤حَتَّىٰ إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًا
۲۴تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، نو دوى به ژر پوه شي چې د مددګار په لحاظ څوك ډېر كمزورى دى او د شمېر په لحاظ څوك ډېر كم دى
٢٥قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا
۲۵ته (دوى ته) ووایه: زه نه پوهېږم چې ایا هغه (عذاب) نژدې دى چې تاسو سره يې وعده كولى شي، یا به د ده لپاره زما رب لرې زمانه مقرره كړي
٢٦عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَىٰ غَيْبِهِ أَحَدًا
۲۶دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي
٢٧إِلَّا مَنِ ارْتَضَىٰ مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا
۲۷مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي
٢٨لِيَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالَاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا
۲۸د دې لپاره چې دى په دې پوه شي چې دوى د خپل رب پېغامونه رسولي دي۔ او ده په هغه څه احاطه كړې ده چې له دوى سره دى او ده هر شى ښه په شمېر سره ساتلى دى