Abundance · at-Takathur · سورة التكاثر · 8 ayahs

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.

أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ

تاسو زياتولو بې پروا کړي ياست.

حَتَّىٰ زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ

تردې چې قبرونو ته ورسېږئ.

كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ

نه داسې نه ده، ژر به تاسي پوه شئ.

ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ

بيا هيڅکله داسې نه ده، ژر به پوه شئ.

كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ

هيڅکله نه، که تاسي په يقيني پوهه پوهېدلای.

لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ

تاسي به هرومرو دوزخ ووينئ.

ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ

بيا به هرومرو د يقين په سترګو هغه ووينئ.

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ

بيا به هرومرو تاسي په هغه ورځ د (دغو) نعمتونو په اړه وپوښتل شئ.