قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ
ووايه! اې کافرانو!.
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.
قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ
ووايه! اې کافرانو!.
لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ
زه هغه نه لمانځم چې تاسي يې لمانځئ.
وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.
وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ
او نه زه د هغه څه لمانځونکی يم چې تاسو يې لمانځئ.
وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ
ستاسو لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين دی.