Al-Baqarah 2:224

Compare 2 Pashto translations

وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

او مه ګرځوئ! د الله (نوم) نښانه لپاره د قسمونو خپلو (پر دغه) چې (نه) به نیکي کوئ او (نه) به پرهېزګاري کوئ او (نه) به روغه کوئ په مینځ د خلکو کې. او الله (د ټولو اقوالو) ښه اوریدونکی، (پر ټولو اعمالو) ښه عالم دی.

Rowwad Translation Center

او تاسو الله د خپلو قسمونو لپاره هدف مه ګرځوئ (د الله نوم مه استعمالوئ) چې نه به كوئ نېكي او پرهېزګاري او د خلقو په منځ كې صلح، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Abdulwali Khan