Al-Baqarah 2:251

Compare 2 Pashto translations

فَهَزَمُوهُمْ بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

نو پس مؤمنانو هغوی (کافرانو) ته د الله تعالی په حکم ماتې ورکړه او داود علیه السلام جالوت مړ کړ او الله هغه ته سلطنت او حكمت ور په برخه كړ او هر هغه څه يې ور زده كړل چې د الله خوښه وه، كه دغه شان الله د يوې ډلې مخنيوى په بلې ډلې نه كولاى نو زمکه به فاسده شوې وه (نظام به یې ګډوډ شوی و)، لیکن الله تعالی خاوند د لوی فضل دی په خلکو باندې.

Rowwad Translation Center

نو دوى هغو ته د الله په حكم سره ماتې وركړه، او داود جالوت لره قتل كړو، او الله هغه (داود) ته بادشاهي او حكمت وركړ، او هغه ته يې له هغو (څیزونو) نه ښودنه وكړه چې (الله) غوښتل او كه د الله لرې كول نه وى خلقو لره، د دوى ځېنو لره په ځېنو نورو سره (نو) ځمكه به خامخا ورانه شوې وى۔ او لېكن الله په عالَمونو باندې دلوى فضل كولو والا دى

Abdulwali Khan