پس (له دې وعدې) تاسې هغه کسان یاست چې خپل ځانونه وژنئ او وباسئ تاسې یوه ډله خپله له خپلو کورونو له دوی څخه، مرسته (مدد) کوئ پر دوی په ګناه او ظلم سره، او که راشي دوی تاسې ته بندیان نو فدیه ورکوئ تاسې د دوی په ځای، حال دا چې حرام کړی شوي دي پر تاسې ایستل د هغو آیا پس ایمان راوړئ تاسې پر ځینو (احکامو) د کتاب (چې فدیه ده) او کافران کیږئ په ځینو نورو (احکامو د کتاب چې بی ګناه وژنه ده او په ګناه سره مرسته (مدد) کوئ د دوی او مغلوبان له وطنه شړئ). پس نه ده سزا د هغه چا چې کوي دا (کارونه) له تاسې څخه مګر رسوايي ده په ژوند د دنیا کې او په ورځ د قیامت کې ګرځول کیږي دوی ډیر سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دی الله غافل له هغه څه چې کوئ يې تاسې.
Al-Baqarah 2:85
Compare 2 Pashto translations
ثُمَّ أَنْتُمْ هَٰؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَىٰ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
DragHold to move · × to hide
بیا هم تاسو هغه كسان یئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله یوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د یو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بندیان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فدیه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې دهغوى وېستل حرام دي۔، ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى