An-Nisa' 4:176

Compare 2 Pashto translations

يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ ۚ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ وَهُوَ يَرِثُهَا إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهَا وَلَدٌ ۚ فَإِنْ كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ ۚ وَإِنْ كَانُوا إِخْوَةً رِجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ ۗ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

دوى فتوى درنه غواړي، ورته وايه د كلاله (چى نه يي پلار وى نه اولاد) په هكله الله (داسې) فتوى دركوي چې: كه يوكس ومري، زوى يې نه وي او يوه خور يې وي نو دې لره د هغه څه نيمايي ده چې هغه پريښي، او دى به له دې خور نه هر څه به ميراث وړي، كه زوى يې نه و نو كه هغوى دوه خويندې وې بيا يې د پريښي مال له دريو دوه برخې دي او كه وارثان (ډېر) ورونه، خويندى وي نو هر نارينه ته به لكه د دوو ښځو برخه وي، (دا حكمونه) الله درته بيانوي تر څو بې لارې نه شئ او الله خو په هر څه ښه پوه دى.

Rowwad Translation Center

دوى له تا نه فتوٰی غواړي، ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته د ’’كلاله‘‘ په باره كې فتویٰ دركوي، كه یو سړى وفات شي او د هغه هېڅ اولاد نه وي او د هغه یوه خور وي، نو د هغې لپاره د هغه مال نیمه (حصه) ده چې هغه (مړي) پریښى دى او دا (سړى) د هغې (خور) (د ټول مال) وارث ګرځي كه د هغې هېڅ اولاد نه وي، بیا كه هغه دوه (خوېندې) وي، نو د هغوى لپاره (د ټول مال) دوه په درې برخې ده، د هغه (مال) نه چې هغه پریښى وي او كه چېرې هغوى څو وروڼه (خوېندې) وي، سړي او ښځې، نو د نر لپاره د دوه ښځو د حصې په مثل (حصه) ده، الله تاسو ته ښه وضاحت كوي، چې تاسو ګمراه نشئ او الله په هر شي ښه عالم دى

Abdulwali Khan