نو كه ښكاره شي چې هغوى دواړو ځان په ګناه اخته كړى نو بيا دې نور دوه كسان د دوى پر ځاى ودريږي كوم چې تر لومړنيو زيات وړ وي، نو په الله دې قسم وكړي چې زموږ شاهدي د هغو دواړو له شاهدۍ زياته په حقه ده او څه تېرى مو هم نه دى كړى بيا به موږ حتماً له ظالمانو څخه يو.
Al-Ma'idah 5:107
Compare 2 Pashto translations
فَإِنْ عُثِرَ عَلَىٰ أَنَّهُمَا اسْتَحَقَّا إِثْمًا فَآخَرَانِ يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِينَ اسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْأَوْلَيَانِ فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ لَشَهَادَتُنَا أَحَقُّ مِنْ شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَيْنَا إِنَّا إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ
DragHold to move · × to hide
نو كه اطلاع حاصله شوه چې بېشكه هغه دواړه د ګناه مستحق شوي دي، نو دوه نور كسان به د دوى په ځاى ودرېږي هغه چې پر هغوى د حق دعویٰ وشوه چې (مړي ته) ډېر قریب وي، نو دوى دواړه به په الله سره قسم خوري، چې یقینًا د دوى ګواهي د هغو دواړو له ګواهۍ نه ښه حقه ده او مونږ زیاتى نه دى كړى، (كه مونږ وكړو) بېشكه مونږه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یو