خلك له تانه پوښتنه كوي چې هغوی ته څه شى حلال كړاى شوی دي؟ ووايه تاسي ته ټول پاك شيان حلال كړاى شويدي او كوم ښكاري ځناور چې تاسي روزلي هغو ته مو د الله دركړي پوهې څخه ښکار ورزده کړی وي، نو هغه ځناور چې كوم شى تاسي لپاره ونيسي د هغه خوراك هم تاسي ته روا دى، البته پر هغه د الله نوم واخلئ او د الله د قانون له ماتولو نه ووېرېږئ، د الله په حساب اخيستنه كې څه ځنډ نه راځي.
Al-Ma'idah 5:4
Compare 2 Pashto translations
يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ ۖ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۙ وَمَا عَلَّمْتُمْ مِنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللَّهُ ۖ فَكُلُوا مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
DragHold to move · × to hide
دوى له تا نه تپوس كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړې وي، چې ښكاري جوړونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو په هغه د الله نوم یادوئ، او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر ژر حساب كووونكى دى