Al-Ma'idah 5:89

Compare 2 Pashto translations

لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ ۖ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ ۖ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ۚ ذَٰلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ۚ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

ستاسو په بابېزه قسمونو مو الله نه نيسي، البته په هغو مو نيسي چې قسمونه مو پرې ټينګ كړي وي، نو كفاره يې لسو مسكينانو ته خواړه وركول دي، له هغو منځنيو خوړو نه چې تاسو يې خپلې كورنۍ ته وركوئ، يا يې پوښاك او يا د يو مريي ازادول، خو كه څوك دا نه مومي نو د دريو ورځو روژه ده همدا مو د قسمونو كفاره ده چې كله قسم وكړئ (او بيا يې مات كړئ) او د خپلو قسمونو ساتنه كوئ، همدغه شان الله تاسو ته خپل آيتونه بيانوي چې تاسو شكر وباسئ.

Rowwad Translation Center

الله تاسو په خپلو قسمونو كې په لغو (قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو په هغو قسمونو نیسي چې تاسو پاخه خوړلي وي، نو د ده كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې په خپلو كورنیو خوروئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (د غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دا) ونه موندل، نو (د هغه په ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Abdulwali Khan