Al-Hadid 57:16

Compare 2 Pashto translations

أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ ۖ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

آيا هغو کسانو لره چې ايمان يې راوړی هغه وخت نه دى راغلى چې زړونه يې د الله ياد ته نرم شي (ووېريږي) او هغه حق ته چې را نازل شوى، او د هغو كسانو په شان دې نه كيږي چې له دې مخكې كتاب وركړل شوى و نو چې اوږده زمانه پرې تېره شوه؛ نو زړونه يې كلک شول او له هغوى زياتره بې لارې وو.

Rowwad Translation Center

ایا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى (دغه) وخت نه دى راغلى چې د دوى زړونه نرم (او په وېره) شي د الله ذكر ته او هغه حق ته چې نازل شوى دى! او د هغو كسانو په شان نشي چې له دې نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و، نو په دوى باندې زمانه اوږده شوه، پس د دوى زړونه سخت شول او په دوى كې ډېر فاسقان (نافران) دي

Abdulwali Khan