پرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلک په انصاف ولاړ اوسي، او موږ اوسپنه پیدا كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو لپاره (ډېرې) ګتې دي، او د دې لپاره هم چې الله هغه څوك معلوم كړي چې په غيبو د هغه او رسولانو يې مرسته كوي، الله بېشكه ځواكمن برلاسى دى.
Al-Hadid 57:25
Compare 2 Pashto translations
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۖ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ
DragHold to move · × to hide
یقینًا یقینًا مونږ خپل رسولان په ښكاره دلیلونو سره لېږلي دي او له دوى سره مونږ كتاب او تله نازل كړي دي، د دې لپاره چې خلق په انصاف ودرېږي او مونږ اوسپنه نازله كړې ده، په دې كې (قوت د) سخت جنګ دى او د خلقو لپاره ګټې دي۔ او د دې لپاره چې الله په هغه چا باندې پوه شي چې د ده او د ده د رسولانو په نالیدلو مدد كوي، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى