Al-Hadid 57:27

Compare 2 Pashto translations

ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا ۖ فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ ۖ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

بيا مو د هغوى پر پل خپل (نور) رسولان هم پرله پسې ولېږل او د مريمې زوى عيسىٰ مو ولېږی او انجيل مو وركړ او په هغه پسې تلونكو خلكو زړونو كې مو نرمي او زړه سوى واچولو، او هغه رهبانيت (ملنګي) چې هغوى له ځانه جوړ كړی و، موږ پرې نه و لازم كړى، پرته له دې چې د الله د خوښۍ په لټون (يې را اېستلى) و خو بيا چې څنګه ښايي هغسې يې خيال ونه ساتلو، نو له هغوى چې كومو خلكو ايمان راوړى و، بدله يې موږ وركړه، او (نور يې) ډېری سرغړوونكي وو.

Rowwad Translation Center

بیا مونږ د دوى د قدمونو په اثارو پسې خپل رسولان راولېږل او ورپسې مو راوست عیسٰى زوى د مریمې او مونږ ده ته انجیل وركړى و۔ او مونږ د ده د پېروي كوونكو په زړونو كې نرمي او مهرباني كول ایښي وو او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ په دوى باندې لازم كړى نه و لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، نو دوى د هغه (رهبانیت) رعایت ونه كړ، حق رعایت، نو په دوى كې هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و؛ مونږ د دوى اجر وركړ او په دوى كې ډېر زیات فاسقان وو

Abdulwali Khan