Al-An'am 6:143

Compare 2 Pashto translations

ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۖ مِنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ ۗ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنْثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنْثَيَيْنِ ۖ نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

اته جوړې دي، دوه له مېږو، او دوه له چېليو (بزو)، ورته وايه: آيا دا دواړه نران يې حرام كړي او كه دواړه ښځينه؟ يا هغه چې د دواړه ښځينه وو په ګېډو كې وي؟ كه تاسو رښتيني ياست نو يو علمي سند راوښایاست.

Rowwad Translation Center

(الله پیدا كړي دي حلال) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

Abdulwali Khan