ورته وايه: زه خو په هغه څه كې چې راته وحي شوي داسې كوم حرام نه مومم چې يو خوړونكى يې خوري، مګر دا چې مرداره يا بهېدلې وينه، يا د سور غوښه وي چې دا ناپاكه دي، يا دا چې فسق وي كوم چې له الله نه پرته د بل څه غږ پرې شوى وي، نو كه څوك اړ شو په داسى حال كې چې نه ظالم وي او نه تېرى كوونكى نو بيا خو ستا رب بخښونكى مهربان دى.
Al-An'am 6:145
Compare 2 Pashto translations
قُلْ لَا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَىٰ طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلَّا أَنْ يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنْزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
DragHold to move · × to hide
(اى نبي!) ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري سِوا له هغه نه چې مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، پس بېشكه هغه پلیتي ده، یا نافرماني وي چې په هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى