Al-An'am 6:31

Compare 2 Pashto translations

قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوا يَا حَسْرَتَنَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَىٰ ظُهُورِهِمْ ۚ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

حتماً هغه كسان تاواني شول چې الله سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼل، څو چې ناڅاپه ساعت (قیامت) ورته راشي نو وايي به ای زموږ افسوسه پر هغه چې نيمګړتيا مو پكې كړې وه او دوى به خپل بارونه پر خپلو شاګانو وړي، خبر اوسئ! څومره بد پېټى دى چې دوى يې وړي.

Rowwad Translation Center

یقینًا هغه كسان تاوانیان شوي دي چا چې د الله ملاقات دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي

Abdulwali Khan