Al-Mumtahina 60:12

Compare 2 Pashto translations

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَىٰ أَنْ لَا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ ۙ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

اې نبې (عليه السلام) كله چې مومنانې درته راشي (او) ستا سره په دې خبرو لوز كوي چې هغوى به له الله سره هيڅ شى نه شريكوي، غلا به نه كوي، زنا به نه كوي، خپل اولاد به نه وژني، نه به (چا پسې) داسې درواغ تړي چې د خپلو لاسونو – پښو ترمنځ يې جوړوي او نه به په ښه كار كې ستا نا فرماني كوي، نو له هغوى څخه لوز واخله او له الله څخه ورته بخښنه وغواړه، الله په رېښتيا بخښونكى مهربان دى.

Rowwad Translation Center

اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي۔ او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Abdulwali Khan