او جنتيان به دوزخيانو ته اواز وكړي چې: يقيناً موږ خو هغه (ټولې) وعدې رښتيا وموندلې چې خپل رب مو راسره كړې وې، نو آيا تاسو هغه څه رښتيا وموندل چې رب مو درسره لوز كړى و؟ وايي به: هو، بيا به يو اواز كوونكى د دوى ترمنځ ناره وكړي چې: د الله لعنت دې وي پر ظالمانو.
Al-A'raf 7:44
Compare 2 Pashto translations
وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ۖ قَالُوا نَعَمْ ۚ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ
DragHold to move · × to hide
او جنتیان به دوزخیانو ته اواز وكړي دا چې یقینًا مونږ هغه وعده چې زمونږ رب له مونږ سره كړې وه حقه وموندله، نو ایا تاسو (هم) هغه وعده حقه وموندله چې ستاسو رب (له تاسو سره) كړې وه؟ هغوى به ووايي: هو! نو د دوى په مینځ كې به یو اعلان كوونكى دا اعلان وكړي چې د الله لعنت په ظالمانو باندې دى