هغوى چې خپل دين يې تماشه او لوبه ګرځولى او دنيايي ژوند غولولي وو. نو نن به يې داسې هېر كړو لكه دوى چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ كېدل هېر كړي وو او (لكه دوى) چې زموږ له آيتونو انكار كولو.
Al-A'raf 7:51
Compare 2 Pashto translations
الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ نَنْسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ
DragHold to move · × to hide
هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ هېر كړو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه