Al-A'raf 7:75

Compare 2 Pashto translations

قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُرْسَلٌ مِنْ رَبِّهِ ۚ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

د ده د قوم هغو لويانو چې كبر يې کړی و، هغو كمزورو خلكو ته چې ايمان يې راوړى و، وويل: ايا (په باورسره) پوهېږئ چې صالح د خپل رب له خوا يو رالېږل شوى استازى دى؟ دوى ويل: يقيناً موږ د هغه (پيغام) منونكي يو چې دى پرې رالېږل شوى.

Rowwad Translation Center

د هغه په قوم كې تكبر كوونكو مشرانو هغو كسانو ته وویل چې كمزوري كړى شوي وو، هغه چا ته چې له دوى څخه يې ایمان راوړى و: ایا تاسو پوهېږئ چې بېشكه صالح د خپل رب له جانبه رالېږل شوى (رسول) دى؟ هغو (كمزورو) وویل: بېشكه مونږ په هغه څه ایمان لرونكي یو چې په هغه سره هغه (صالح) رالېږل شوى دى

Abdulwali Khan