او موږ د نښانو له لېږلو نه بل څه نه يو ايسار كړي مګر دا چې له دوې مخكې خلكو هغه دروغ ګڼلي وو، او (لكه چې) ثموديانو ته مو په څرګنده اوښه راوستله خو هغوى ظلم پرې وكړ او (دا) نښانې موږ پرته له وېرولو د بل څه لپاره نه لېږو.
Al-Isra' 17:59
Compare 2 Pashto translations
وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ ۚ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا ۚ وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا
DragHold to move · × to hide
او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى د غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلقو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له دې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره