Al-Isra' 17:60

Compare 2 Pashto translations

وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ ۚ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلَّا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآنِ ۚ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَانًا كَبِيرًا

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

او كله چې موږ درته وويل: بې شكه ستا رب دا خلک را ايسار كړي دي، او دغه څه چې تاته مو ښودلي دى او هغه ونه چې په دې قرآن كې لعنت پرې شوى، موږ د دې خلكو لپاره صرف يوه فتنه ګرځولې او دوى بيا بيا وېروو خو پرته د لويې سركښي نه بل څه نه ورزياتوي.

Rowwad Translation Center

او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته وویل: بېشكه ستا رب ټول خلق راګېر كړي دي او مونږ هغه منظره چې مونږ تا ته وښووله نه ده ګرځولې مګر د خلقو لپاره ازمايش او هغه ونه چې په قرآن كې پرې لعنت كړى شوى دى او مونږ دوى وېروو، نو (دغه وېرول) دوى ته نه زیاتوي مګر ډېره لويه سركشي

Abdulwali Khan