بېشکه (الله) پر تاسې حرام کړي دي خوړل د مردارې او وینې او د خوګ (خنزیر) د غوښې او هغه حلال کړل شوي څاروي چې د ذبحې پر مهال له الله پرته د بل چا نوم پرې اخيستل شوى وي (دا ټول یې حرام کړي دي)، پس که څوک د ضرورت له مخې (د دې شیانو خوړلو ته) اړ شول، پرته له دې چې د الهي حكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېری وكړي، بېشکه چې الله تعالی لوی بخښونکی مهربان دی.
Al-Baqarah 2:173
Compare 2 Pashto translations
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ ۖ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
DragHold to move · × to hide
بېشكه خبره دا ده چې هغه په تاسو باندې همدا مرداره او وینه او د خنزیر غوښه حرامه كړې ده او هغه څه (يې حرام كړي دي) چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز كړى شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوركړى شي، په دې حال كې چې نه سركشي كوونكى وي او نه (له حد نه) تېرېدونكى وي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى