Al-Baqarah 2:174

Compare 2 Pashto translations

إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۙ أُولَٰئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

بېشکه هغه کسان چې د الله د نازل کړل شوي کتاب شیان (حکمتونه) پټوي او پر هغو لږه (دنیایي) ګټه اخلي، نو دغه کسان خپلو خېټو کې له اور پرته بل څه نه خوري، او د قیامت په ورځ به الله له دوی سره خبرې و نه کړي (په خوښئ سره) او نه به دوی (له کفر څخه) پاک کړل شي او د دوی لپاره به دردناک عذاب وي.

Rowwad Translation Center

یقینًا هغه كسان چې هغه څه پټوي چې الله له (خپل) كتاب نه نازل كړي دي، او د دې په بدل كې لږ قیمت اخلي، (نو) دغه كسان، نه خوري (نه اچوي) په خپلو خېټو كې مګر اور، او د قیامت په ورځ به الله نه له دوى سره خبرې وكړي او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Abdulwali Khan