دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې او عذاب یې د بخښنې (مغفرت) په بدل کې اخیستی (غوره کړی دی)، نو (ځای د تعجب دی چې) دوی د اور په مقابل کې څومره زغم لري!
Al-Baqarah 2:175
Compare 2 Pashto translations
أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ ۚ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ
DragHold to move · × to hide
دا هغه كسان دي چې د هدایت په بدله كې يې ګمراهي اخيستې ده او دمغفرت په بدله كې عذاب، نو (تعجب دى) دوى په اور باندې څومره صبر كوونكي دي!