Al-Baqarah 2:184

Compare 2 Pashto translations

أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ ۚ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ ۚ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

د شمېرل شویو ورځو روژې دي، پس چې څوک له تاسي څخه ناروغه او یا په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو په نورو ورځو كې دې همدغه شمېر پوره كړي. او په هغو کسانو باندې چې د روژې نیولو توان لري (او روژه نه نیسي) فدیه ورکول دي (چې) د یوه مسکین خواړه (د یوې روژې برابر دي). او څوك چې په خپله خوښه زياته نيكي وكړي؛ نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ.

Rowwad Translation Center

یو څو ورځې شمېرل شوې، نو څوك چې په تاسو كې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه باندې) د نورو ورځو شمېرل دي، اوپه هغو كسانو باندې چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازم ده، پس څوك چې په خوښۍ سره نېكي وكړي، نو د ده لپاره هغه بهتره ده، او دا چه روژه ونیسئ (دا) تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې يئ تاسو چې پوهېږئ

Abdulwali Khan