Al-Baqarah 2:185

Compare 2 Pashto translations

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

روژه هغه میاشت ده چې قرآن په کې نازل کړی شوی دی، چې د خلکو لپاره هدایت او ښکاره دلیلونه دي (له جنسه د هغو شیانو) چې هغه لار ښایي او بېلوونکی د حق او باطل دی. نو هر څوک له تاسي (مکلفینو) څخه چې دا میاشت ومومي، نو هرومرو دې د دې (رمضان) روژه ونیسي او هغه څوک چې ناروغ یا مسافر وي، نو هغه دې په نورو ورځو كې د روژو شمېر پوره كړي، الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي، او لپاره د دې چې پوره کړئ (تاسي په قضا سره) شمار (د روژې د میاشتې) او چې الله په لویۍ سره یاد کړئ په دې چې هدایت يې تاسي ته کړی دی او (د الله) شکر وباسئ.

Rowwad Translation Center

د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلقو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي، نو په تاسو كې چې څوك دې میاشتې كې حاضر و، نو هغه دې د دې روژې ونیسي، او څوك چې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله په تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Abdulwali Khan