فکر وکړئ په باره د دنیا او آخرت کې او پوښتنه کوي دوی له تا نه -ای محمده!- په باره د یتیمانو کې، ته ورته ووایه: په كوم ډول چلن كې چې د هغو ښېګڼه وي، هماغه غوره کار دي، او که د هغوی او خپل خرڅ سره یوځای کړئ نو هغوی ستاسي ورونه دي او الله مفسد (ضایع کوونکي د مال) له اصلاح کوونکو (دواړه) ښه پېژني، او که اراده کړې وي الله تعالی (ستاسي د مشقت) نو خامخا به يې پرتاسي مشقت راوستی وای. بېشکه چې الله ښه غالب، ښه تدبیرونکی دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).
Al-Baqarah 2:220
Compare 2 Pashto translations
فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۗ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَىٰ ۖ قُلْ إِصْلَاحٌ لَهُمْ خَيْرٌ ۖ وَإِنْ تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
DragHold to move · × to hide
د دنیا او اخرت په باره كې، او دوى له تا نه د یتیمانو په باره كې پوښتنه كوي، ووایه: د دوى اصلاح كول ډېر ښه دي، او كه تاسو هغوى (له ځان سره) شریك كړئ، نو ستاسو وروڼه دي، او الله پېژني ورانكارى له اصلاح كوونكي نه، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې خامخا په مشقت كې اچولي وى، یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى‡