او له مشرکو ښځو سره نکاح مه کوئ! تر هغو چې ایمان را نه وړي او بېشکه مومنه وینځه له اصیلې مشرکې نه غوره ده، که څه هم (مشرکه ښځه) تاسي په تعجب کې واچوي او په نکاح مه ورکوئ (مسلمانې ښځې) کافرانو ته تر څو چې هغوی ايمان نه وي راوړى او خامخا مومن مریی تر اصیل کافر غوره دی، که څه هم هغه (کافر) تاسي په تعجب کې واچوي دا كسان تاسي د اور لوري ته دعوت كوي او الله په خپل اذن سره تاسي ته د جنت او بخښنې په لور بلنه دركوي، او هغه خلكو ته خپل حكمونه په څرګنده توګه بيانوي، كيداى شي چې هغوى پند ومومي.
Al-Baqarah 2:221
Compare 2 Pashto translations
وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّىٰ يُؤْمِنَّ ۚ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ ۗ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّىٰ يُؤْمِنُوا ۚ وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ ۗ أُولَٰئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ ۖ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ ۖ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
DragHold to move · × to hide
او له مشركو ښځو سره نكاح مه كوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومنه وینځه بېخي غوره ده له ازادې مشركې نه اګر كه هغه تاسو حیران كړي (د خوښېدو په وجه) او مشركانو ته (مسلمانې ښځې) په نكاح مه وركوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومن مَرَيـى بېخي غوره دى له ازاد مشرك نه، اګر كه هغه تاسو (د خوښېدو په وجه) حیران كړي، دغه كسان اور ته بلنه كوي، او الله په خپل اذن سره جنت او مغفرت طرف ته بلنه كوي، او خلقو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي