Al-Baqarah 2:222

Compare 2 Pashto translations

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ ۖ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

او پوښتنه کوي دوی له تا نه -اې محمده!- د حیض (د احکامو) په اړه، ته ورته ووایه! دا یوه پلیتي ده نو په څنګ (جدا) شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په وخت د حیض کې. او مه نږدې کېږئ! (په جماع سره) دوی ته تر څو پورې چې (ښې) پاکې شي، نو هر کله چې ښې پاکې شوې، نو له هغو سره له هغې خوا يوځاى شئ (جماع وکړئ) چې الله درته امر كړيدى، بېشکه الله تعالی خوښوي توبه ایستونکی (له ګناهونو څخه) او خوښوي ځان ساتونکي له (پلیتیو څخه).

Rowwad Translation Center

او دوى له تا نه د حیض په باره كې پوښتنه كوي، ته ووایه: دا یوه پلیتي ده، نو په حیض كې د ښځو له جماع نه په ډَډَه شئ، او دوى ته مه نژدې كېږئ له (د جماع لپاره) تر هغه پورې چې پاكې شي، نو كله چې ښې پاكې شي، بیا له دوى سره جماع كوئ، په هغه ځاى كې چې الله تاسو ته حكم كړى دى، یقینًا الله ډېرې توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي‰

Abdulwali Khan