آيا هغه کس دې ندى ليدلى چې له ابراهيم سره يې د خپل رب په هكله جګړې کولې (د انکار په طریقه) خکه چې الله پاچاهي وركړې وه، كله چې ابراهيم وويل: زما رب خو هماغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، ويى ويل: زه هم ژوندي كول او مړه کول كوم، ابراهيم وويل: ښه نو الله خو لمر له ختيځه راخېژوي نو ته يې له لويديځه راوله نو هغه كافر شوى كس حيران پاتې شو. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي [کله چې پخپل ظلم کلک پاتې شي].
Al-Baqarah 2:258
Compare 2 Pashto translations
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ ۖ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
DragHold to move · × to hide
ایا تا هغه كس نه دى لیدلى (د هغه په قصه نه يې خبر شوى) چې له ابراهیم سره يې د ده د رب په باره كې جګړه وكړه، ځكه چې الله هغه ته بادشاهي وركړې وه؟ كله چې ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه، نو هغه كس چې كفر يې كړى و؛ حیرانه، ملامته شو، او الله داسې ظالم قوم ته سمه لار نه ښیي