Al-Baqarah 2:259

Compare 2 Pashto translations

أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْيِي هَٰذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۖ فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ ۖ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ۖ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۖ قَالَ بَلْ لَبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ ۖ وَانْظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ ۖ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا ۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

او يا لكه هغه كس چې په يو داسې كلي تېر شو چې پريوتی و پر بامونو يې، ويې ويل: الله به دا پس له دغې مړينې څرنګه را ژوندی كوي؟ نو الله هغه په سل كاله مرګ مړ كړ او بيا يې راپور ته كړ، ورته یې وويل: څومره وځنډېدې؟ ویې ويل: يوه ورځ به ځنډېدلى يم يا د ورځې څه برخه! ويې فرمايل: نه، ته سل كاله ځنډېدلى يې خو دې خوراك او څښاك ته دې وګوره چې لا ندي خراب شوي! او خره ته دې وګوره، او دا د دې لپاره چې خلكو ته دې يوه نښانه وګرځوو، او دې هډوكو ته ګوره چې څرنګه يې خوځوو او بيا يې په غوښه پټوو! نو كله چې ورته څرګنده شوه، ویې ویل اوس پوهېږم چې بېشكه الله پر هر څه قادر دى.

Rowwad Translation Center

یا د هغه كس په شان، چې په یو كلي باندې تېر شو، او هغه (كلى) په خپلو چتونو باندې راپرېوتى و، هغه وویل: الله به دا (د كلي خلق د دوى) له مرګ نه پس څنګه ژوندي كوي؟ نو الله هغه تر سلو كالو پورې مړ وساته، بیا يې هغه راژوندى كړ، (الله) وویل: څومره موده (داسې) پاتې شوى يې؟ هغه وویل: زه یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه (داسې) پاتې شوى یم. هغه (الله) وویل: بلكې ته سل كاله (داسې مړ) پاتې شوى يې، نو ته خپل خوراك او څښاك ته وګوره، چې خراب شوى نه دى۔ او خپل خر ته وګوره، او د دې لپاره چې مونږ تا د خلقو لپاره نښه وګرځوو، او هډوكو ته وګوره، مونږ هغو ته څنګه حركت وركوو، په پورته كولوسره، بیا هغو ته غوښه وراغوندو۔، نوكله چې ده ته (دا حال) ښه څرګند شو، ويې ويل: زه پوهېږم چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Abdulwali Khan