Al-Ma'idah 5:12

Compare 2 Pashto translations

وَلَقَدْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا ۖ وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

او يقيناً الله له بني اسرائيلو پخه وعده اخيستې وه او په هغو كې مو دولس تنه مشران (د قوم استازي) ټاكلي وو او هغو ته الله ويلي و چې زه درسره يم، كه لمونځ مو ترسره كړ، زكات مو وركړ، زما رسولان مو ومنل او د هغو ملاتړ مو وكړ او الله سره مو ښه پور وكړ، نو خامخا به مو ګناهونه درنه ورژوم او داسې جنتونو ته به مو ننباسم چې ترې لاندې ويالې بهيږي، خو كه له دې وروسته هم تاسو نه څوك كافر شو نو په حقيقت كې يې سمه نېغه لار وركه كړه.

Rowwad Translation Center

او یقینًا یقینًا، الله له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه۔ او مونږ په دوى كې دولس تنه مشران مقرر كړل او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ، نو خامخا لازمًا به زه له تاسو څخه ستاسو ګناهونه ختم كړم او خامخا لازمًا به تاسو داسې جنتونو ته ننباسم چې د هغو له لاندې ولې بهېږ ي، نو چا چې په تاسو كې له دې نه وروسته كفر وكړ، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو

Abdulwali Khan