نو همدا د لوز ماتول يې وو چى ومو رټل او د هغوى زړونه مو (دومره) سخت كړل چې اوس (د تورات) ټكي له خپلو ځايو بدلوي او د هغه څه يوه لويه برخه يې هېره كړې چې دوى ته يې ښوونه شوې وه، او (بل دا چې) تل به د دوى په كوم خيانت خبريږي، پرته له كمو كسانو يې، نو هغو نه تېرېږه او مخ ترې اړوه يقيناً الله نيكان خوښوي.
Al-Ma'idah 5:13
Compare 2 Pashto translations
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً ۖ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ ۙ وَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ ۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
DragHold to move · × to hide
نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ په دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله او ته به همېشه د دوى په څه خیانت باندې اګاه ګېږي، مګر په دوى كې ډېر لږ خلق (داسې نه دي)، نو ته دوى ته معافي كوه او تېرېږه، بېشكه الله نېكي كوونكي خوښوي