Al-An'am 6:34

Compare 2 Pashto translations

وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَىٰ مَا كُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّىٰ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا ۚ وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِنْ نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

او يقيناً له تا مخكې هم (يو شمېر) رسولان دروغجن ګڼل شوي دي خو په هغو دروغجن ګڼلو او كړېدلو يې تر هغه صبر وكړ چې زموږ مرسته ورغله، او د الله خبرو لره څوك بدلوونكى نشته، او د (مخكنيو) رسولانو له خبرونو هم څه درته راغلي دي.

Rowwad Translation Center

او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا یقینًا تا ته د رسولانو څه خبرونه راغلي دي

Abdulwali Khan