Al-An'am 6:35

Compare 2 Pashto translations

وَإِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَنْ تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الْأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاءِ فَتَأْتِيَهُمْ بِآيَةٍ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَىٰ ۚ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ

القرآن الكريم

DragHold to move · × to hide

او كه مخ ګرځول يې درباندې سخت (يا درانه) وي نو كه په وسه كې دې وی چې په ځمكه كې يو سورنګ ولټوې يا اسمان ته پارسنګ (زينه) كېږدې نو هم نښانه (معجزه) به ورته راوړې، او كه الله غوښتي واى نو هغوى يې په سمه لار غونډولاى شول نو له ناپوهانو مه كېږه.

Rowwad Translation Center

او كه چېرې په تا باندې د دوى مخ اړول ګران وي، نو كه ته طاقت لرې د دې چې په ځمكه كې سُرنګ ولټوې، یا اسمان ته كومه زینه، بیا ته دوى ته څه نښه (معجزه) راوړې، (نو داسې وكړه) او كه الله غوښتلى لازمًا به يې دوى په نېغه لار باندې جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه

Abdulwali Khan